امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان په بغلان کې ونيول شو .

کابل باختر د ثور دويمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان پرون په بغلان ولايت کې ونيول شو .
دمرکزي بغلان ولسوال  خانزاده مظلوميار باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان طاهر دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغې قوماندانۍ دمنسوبينو په عملياتو کې له يوموټرسايکل او يوې تومانچې سره ونيول شو .
دغه قوماندان تر خپل امر لاندې افرادو سره دمرکزي بغلان ولسوالۍ دحسن تال په مربوطاتو کې په ورانکارو ډار اچوونکو پيښو بوخت وو .
ديوبل خبرله مخې، دمرکزي بغلان ولسوالۍ پوليسو يو باروړونکي مازدا ډوله موټر چې  څه موده مخکې په کندز ولايت کې غلا کړى شوى و او دمرکزي بغلان ولسوالۍ ته لېږدول شوى و کشف او ترلاسه کړ .
دبغلان  دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير وويل چې دغه موټر خاوندته يې وسپارل شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته