سیاست

اجرائیه رئیس د کډوالو په چارو کي د ملګرو دسازمان له استازي سره وکتل

کابل باختر د سلواغې لومړى 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کي د افغانستان لپاره د کډوالو او راستنېدونکو په چارو کي د ملګرو ملتودسازمان د ځانګړې ادارې UNHCR له مشر بوشاک سره وکتل. 
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
ښاغلي بوشاک اجرائیه رئیس ته په هيوادکې د بې ځایه شويو افغانانو ،په ایران او پاکستان کي د افغان کډوالو او له یادو دوو هیوادونو څخه په خپله خوښه د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه معلومات او پرتې اندېښني په ګوته کړې.
ده وویل، چي په افغانستان کي یې له مربوطه وزارتونو سره په ګډه د یوې داسي طرحې د جوړېدو لپاره کار کړی،چې له مخې به یې په له ګاونديو هیوادونو څخه د راتلونکو افغانانو د راستېدو چارو اسانه سي.
په هيواد کې د هغوافغانانو د بې ځایه کېدو په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړه، چي له کلیو او لرې پرتو ساحو څخه د ښو خدماتو او ښاري ژوند دتېرولو په هدف ښارونو ته مخه کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د UNHCR له استازي سره په لیدنه کي د افغان دولت د هغه پلان په اړه خبري وکړې، چي د څو وزارتونو له خوا له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستي او هوسایني په هدف برابريږي.
ده وویل، نوی افغان حکومت او د کډوالود چارو وزارت نوې رهبري به له ګاونديو هیوادونو سره پر هغو پلانونو کار وکړي، چې له مخي یې هلته مېشت افغان کډوال په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي.
ده زیاته کړه، چي حکومت یې له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدنه او په په هيوادکې د بې ځایه کېدونکو سره مرسته د خپلو ملي پروګرامونو یوه برخه ګرځوي.
اجرائیه رئیس دغه راز وویل، چي بهر میشتي افغان کډوال یې د هیواد لپاره له اساسي مسایلو څخه دي او په دې برخه کي به هر راز اړین فعالیتونه او مرستي ترسره شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته