فرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس: همکار بنسټونه د يو نظام پياوړی مټ دی

کابل / د لړم ١۸مه / باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولانا نعیم الحق حقاني، همکار بنسټونه په یوه نظام کې د پیاوړي مټ په توګه یاد کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د افغانانو لپاره د بشري مرستو او پراختيا د همغږۍ ادارې مسوولينو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره په کتنه کې د دې ناستې موخه د غیر دولتي موسسو د ستونزو په ګوته کول او د اکبر غړو موسسو ترمنځ یې د همکاريو پياوړتيا او د بشري دوستانه خدمتونه وړاندې کول وبلل.
په دې غونډه کې ویناوالو په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي اړتیاوو، بېړنیو مرستو او بشري مرستو ته د ځواب ویلو، د اکبر موسسې د رول او د هغې د کار د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني هم همکاره موسسې په يو نظام کې د يو ځواکمن ځواک په توګه يادې کړې او زياته يې کړه: د هرات سيمه ييزه اداره په ټول توان سره د پرمختيايي پروژو په پيلولو او د امنيت په تامينولو کې د همکارو موسسو ملاتړ کوي.
حقاني د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړو پلانونو له مخې او د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د پروژو پر تطبیق او د پروژو د مالي سرچېنو د ضایع کېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته