ټولنه

د هدف موسسې له درې زره کورنيو سره مرسته وکړه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :              
په تخار ولايت کې پرون له څه ناڅه درې زره بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په تخارکې د (هدف) فرهنګي بنسټ رئيس ډاکتر حميدالدين يولداش  د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې مرسته کې غوړي، وريجې، چاى، بوره او خرما شته  چې د دغه بنسټ له خوا د روژې دمبارکې مياشتې په مناسبت د تخار ولايت په مرکز او ولسواليوکې په څه ناڅه درې زرو بېوزلو کورنيو وويشل شول.
يولداش زياته کړه: د تخار ولايت په اړو خلکو د روژې د مياشتې تر پاى پورې د دغو مرستو ويشل دوام لري.
پاى   ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته