امنیت

وسله والوطالبانو يو تنکي ځوان وواژه

کابلباختر دسنبلي٢٣
وسله والوطالبانو تيره شپه په غزني کې يو تنکي ځوان په ډزو سره وواژه.
پوليسو تيره شپه دښوونځي د لسم ټولګي د زده کوونکى علي سيناټوک ټوک شوى مړى دغزني ښار په مر بو طاتو کې ترلاسه کړ.
دغه تنکي ځوان درې ورځې مخکې د يوې ډلې وسله والو طالبان له خوا تښتول شوى و.
دغزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي باخترآژانس ته وويل: دغزني ولايت پوليسو ددغه پنځلس کلن تنکي ځوان مړى په داسې حال کې چې د وسله والو طالبانو له خوا په بې رحمانه ډول په ډزو سره وژل شوى و؛ ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته