نړۍ

دعراق اوسوريې په هوايي حريم دالوتنو بنديز

بغداد ورلدنيوز باختردزمري دمياشتې  ١٧ :
دروانې ميلادي مياشتې له  لسمې نيټې څخه دعراق په شمال  کې دکردستان په اربيل ښار  الوتنې بنديږي .
دسعودي عربستان هوايي ملي شرکت  وپتيله  چې په لنډ مهال ډول دخپلو الوتکو لپاره   دعراق اوسوريې  په هوايي حريم کې الوتنې  منع کړي.
دالسوماري دټلويزيوني دشبکې  دخبرله مخې :  په سيمه کې دوروستيو پيښو په لحاظ  امنيتي ملاحظاتو ته  په پاملرنې سره  دالوتنې په پروګرام کې بدلونونه رامنځته شوي دي .
دسعودي عربستان هوايي شرکت په دقت سره  په سيمه کې دحالاتو پرمختيا څاري   او دخپلو الوتکو اوسپرليو امنيت تضمينوي.
دغه راز خبر ورکړ شوى  دى چې په دوبۍ کې داماراتو شرکت داګست  دمياشتې له لسمې نيټې څخه دعراق په شمال کې  د کردستان  اربيل ښارته الوتنې  بندوي .
داماراتو هوايي شرکت دتيرکال دمرغومي دمياشتې په نيمايي کې  په لنډمهال ډول دخپلو الوتکو لپاره دعراق په  هوايي حريم کې  الوتنې منع  کړې  وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته