
کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
د افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکې کې د زونونو په کچه د ۵۰ اوريزو سیالیو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې همدارنګه زیاته کړې، چې دغه سیالۍ به د میرویس نیکه تر نامه لاندې د هېواد د ۵ زونونو په کچه پيل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ همدارنګه ويلي، چې دغه سیالۍ به د روانې مې میاشتې په ۲۸مه د ننګرهار په کوربتوب پیل شي او د راتلونکې جون میاشتې تر ۱۹مې پورې به د ننګرهار په دوه کرکټ لوبغالو کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د والیبال سیالۍ هم تر سره شوې، چې د مینه والو تود هرکلی یې له ځان سره درلود.
افغانمل