کابل/ د زمري۸مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پانټینوکوروو سره د هیواد پر سولې او امنیت خبرې وکړې.
د ملی امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ناټو استازي یو ځل بیا له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هغه سازمان د دوامداره ملاتړ ژمنه تازه کړه او د سولې د مخامخو خبرو د ژر پیلېدو هیله یې څرګنده کړه.
د ملي امنیت سلاکار د ناټو له دوامدار ملاتړه مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به د سولې مخامخ مذاکراتو ته له قوي موقف سره داخلېږي.