امنیت

امريکا شپږ نور جنګي هليکوپټرونه د افغانستان په واک کې ورکړل

کابل باختر دوري  دمياشتې ٢١ :
شپږ نور جنګي هليکوپټرونه د افغانستان د هوايي ځواکونو په واک کې ورکړ شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دغه هليکوپټرونه چې (MD- 503) ډوله دي؛ د امريکا له خوا د افغانستان  د پوځ په واک کې ورکړل شول.
دغه جنګي هليکوپټرونه چې د سپکو او در ندو وسلو وړتيا لري؛ کيداى شي په ښارونو او د استوګنې په سيموکې د تروريستي فعاليتونو د مخنيوي په خاطرهم ورڅخه استفاده وشي .
امريکا پخوا هم شپږ دغه ډول هليکوپټرونه د افغانستان د پوځ په واک کې ورکړي دي او په پام کې دي چې تر راتلوونکو څو مياشتو پورې شپږ نور دغه شان  هليکوپټرونه د افغانستان د هوايي ځواکونو په واک کې ورکړي.
د هوايي ځواکونوقوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ وايي چې ددغه هليکوپټرونو سپارل د افغانستان د هوايي ځواکونو د سمبالولو په لاره کې د امريکا د ژمنو يوه برخه ده.
امريکا تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې د افغانستان دهوايي ځواکونو د سمبالولو  ژمنه کړې ده.
امريکا پخوا ٦٨روسي هليکوپټرونه له بېلابېلو منابعوڅخه برابر او د افغانستان په واک کې ورکړي او دغه راز څو ترانسپورتي الوتکې هم د ملي پوځ د هوايي برخې په واک کې ورکړي دي، خو بياهم د افغانستان هوايي ځواکونه له کاري تشې سره  مخامخ دي .
دغه ځواکونه تر اوسه پورې جنګي جټ الوتکې نلري او د تمويلوونکو هېوادونو  ژمنې په دې برخه کې نه دي عملي شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته