سیاستخبرونه

د لغمان قومي مشران: موقت حکومت افغانستان د بحران په لور وړي

٣٦- کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
د لغمان قومي مشران وايي چې د موقتې ادارې جوړول د اساسي قانون پرخلاف دى او افغانستان بحران ته وړي .
هغوى په يوه غونډه کې له واک څخه د جمهور رييس د ګوښه کېدو په اړه په قطر کې د طالبانو د مرکچي هيئت مرستيال عباس ستانکزي د وروستيو څرګندولو په باب د موقتې ادارې په جوړولو غبرګون وښوده .
عباس ستانکزي روسيې ته په خپل سفر کې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د موقتې ادارې د جوړولو او د سولې په وړاندې خند وباله.
قومي مشر حاجي شاه مردخان د موقتې ادارې جوړول د اساسي قانون پرخلاف وباله او ويې ويل چې محمد اشرف غني بايد د جمهور رييس په توګه د خپل کاري دورې ترپاى پورې دوام ورکړي.
مدني فعال حنيف الله پشه يي په دې غونډه کې وويل چې د موقتې ادارې رامنځته کول افغانستان بحران ته وړي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې دايمي سولې ته د رسېدو لپاره صادقانه چلند وکړي او په بين الافغاني خبرو اترو په فعال ډول ګډون وکړي .
محمداشرف غني د عباس ستانکزي د وروستيو څرګندونوپه غبرګون کې وويل د انتخاباتو ترسره کول او راتلونکې منتخب حکومت ته د واک سپارل په افغانستان کې د بحران د مخنيوي لپاره يوازنۍ لاره ده .
طالبانو څو ورځې کېږي د قطر په دوحې کې بين الافغاني خبرې اترې پرېښي دي او د سيموهېوادونو ته په سفر بوخت دي.
لومړى پاکستان ته لاړل او اوس هم ايران ، روسيې او چين ته .
په همدې حال کې د افغانستان مرکچي هيئت پر طالبانو په انتقاد سره د دغې ډلې له هيئت څخه وغوښتل چې خبرو اترو ته راستانه شي .
ختم _ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته