کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٦نيټه :
نهه تنه مشکوک کسان تيره شپه دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې ونيول شول.
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باخترآژانس ته وويل ؛ چې دغه کسان دکوماندو ځواکونو دځانګړو عملياتوپه بهيرکې چې دهوايي ځواکونوپه ملاتړ دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ دبارګاه افغانيه په کلي کې ترسره شول ،
ونيول شول.
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې دډاراچوونکو له شتون څخه دچمتال ولسوالۍ دبارګاه افغانيه کلي پاک شوي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ