خبرونهټولنه

سبا ته د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو برېښنا د یوې ورځې لپاره پرې کېږي

 کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت د رغنیزو چارو بشپړتیا لپاره د وارداتي برېښنا لنډ مهاله پرچاوي خبر ورکړی دی.

یاد شرکت د خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې (د افغانستان برېښنا شرکت غواړي، چې هېواد ته د ازبکستان وارداتي ۲۲۰کیلوولټ برېښنا لېږد مزي کې یو لړ رغنیزې چارې بشپړې کړي، څو ژمي کې د ناڅاپي پېښو مخنیوی وشي.

له همدې امله به د پلازمېنې کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګو او غزني ولایتونو او د بغلان ولایت یو شمېر ساحو برېښنا سبا(د جمعې په ورځ)  د سهار له ۷ بجو د ورځې تر پایه پورې پرې وي.)

سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي په دې هڅه کې دي، چې د ازبکستان ۲۲۰کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي کې رغنیزې چارې ژر بشپړې کړي او یادو ولایتونو ته هم له وړاندې خبر ورکړل شوی، چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستني عمومي ساحوي شبکو کې اصلاحاتي کارونه تنظیم او بشپړ کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا