(PS)خبرونه(PS)ورزش

سبا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي

کابل، د زمري ٣٠مه، باختر

سبا د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ړ دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پېلېږي.

د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه به سبا د کابل پر وخت د ماسپښين دوه بجې د افغانستان په کوربه توب د سریلانکا په د همبنټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبډلې یادې سیالۍ ته پوره تمرینات کړي او د لوبې ګټلو په موخه به د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې د یادې لوبلړۍ دوهمه لوبه د روان میلادي کال د همدې (اګسټ) میاشتې په ٢٤ مه نېټه ترسره شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا