روغتیا

هرکال کابو دولس زره کسان د نري رنځ د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي

ښرنه باختر د وري د مياشتې ١٤ مه
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د نري رنځ يا توبرکلوز نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
توبرکلوز یا نری رنځ که څه هم یوه ساري ناروغي ده، خو د درملنې وړ ده او ډاکټران وايي ، هغه کسان چې له دوو اوونیو زیات ټوخی ولري، باید د تشخیص او درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د نري رنځ د ناروغۍ په مخنيوي ټينګار وشو او له روغتياپالانو وغوښتل شول چې د نري رنځ په مخنيوي کې ګوټلي ګامونه واخلي.
په همدې حال کې د پکتيکا د عامې روغتيا مسوولينو وويل چې د پخوا په پرتله د ولایت په ټولو رغتونونو کې مثبت بدلونونه راغلي دي او د پام وړ وسايل ورته برابر شوي دي.
دوی نری رنځ يوه خطرناکه او وژونکې ناروغي وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان په کچه هر کال کابو ۱٢۰۰۰وګړي د دغه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.پاى _ ځدران

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته