سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير او دملګروملتودسازمان ځانګړي استازي دهېواد دسياسي حالاتو په باب خبرې وکړې .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي تداميچي  ياماموتو سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفترباختراژانس ته خبرورکړ . دبهرنيو چارو وزير دملګروملتودسازمان دهمکاريو له امله په قدرداني سره دافغانستان  ددولت او ديوناما ددفتر  ترمنځ دهمغږى او مشورې په دوام باندې ټينګار وکړ .
ياماموتو هم دانتخاباتو او دسولې په برخو کې له افغانستان سره دملګروملتو دسازمان دهمکارۍ ددوام ډاډ ورکړ .
دواړو لورو دکابل دپروسې  ددريمې غونډې او په هېواد کې دروانو سياسي حالاتو په باب خبرې وکړې .
ختم_ عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته