ورزش

بازمحمد مبارز په پنجشير کې وستايل شو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
دپنجشير ولايت سيمه ييزو مقاماتو نن ديوې غونډې په ترڅ کې دفري فايت په آزاده څانګه کې دهيواد ورزشکار بازمحمد مبارز دلوحې په ورکولو سره وستايه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دپنجشير والي محمد عارف سروري وويل :ورزش دسلامتيا ضمانت کوونکى او دسولې پيغام راوړونکى دى او ورزشکاران دسولې سفيران دي .
ښاغلى سروري دهيواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې ورزش ته مخه وکړي چې خپله سلامتيا وساتي ځکه روغتيا لرونکي ځوانان کولاى شي هيواد او خلکو ته زيات خدمت وکړي .
ويل کيږي چې بازمحمد مبارز په دې وروستيو وختو کې د روسيې په مسکو ښارکې کې دفرى فايت په سيالۍ کې خپل روسيې سيال ته په ماتې ورکولو سره دهيواد بيرغ ورپاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته