(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

ستانکزی: اسلامي امارت غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي او له نړۍ سره د سیاسي اړيکو نوی باب پرانيزي

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) له مرستیال مارکس پوتزل سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي او له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي.

ستانکزي په دغه کتنه کې د يو لړ سياسي موضاعاتو ترڅنګ په بانکي محدوديتونو، د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنيوي په لارو چارو او په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي، او د نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د خبرو له لارې د شته ستونزو حل ته ژمن دی او له مقابل لوري څخه هم ورته هيله لري.

ستانکزي زیاته کړه، چې  افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه پيل شوې، د نشه يي توکو په پېر او پلور بندېز لګېدلی او له سرغړونکو سره جدي اقدامات کېږي، کوم چې د نړيوالې ټولنې په ګډون د دوی ګډ مسئوليت دی.

نوموړي د یوناما له مرستیال څخه غوښتنه وکړه، چې د کوکنارو د بديل کښت، د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل د افغانستان اسلامي امارت د دغه هڅو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړيوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي.

پوتزل له اسلامی امارت سره د ګډ کار ژمنه وکړه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا