کابل باختر د سلواغې ۳مه
دهېواد په شمال کې جګپوړو پوځي قوماندانانو د مزارشريف _ جوزجان د لويې لارې په تګلوري کې د امنيتي پوستو د بېرته نيولو خبر ورکړ.
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي او د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري چې پرون د جګړې د لومړۍ کرښې د امنيتي حالت د څيړنې په مقصد د دغه ولايت د چاربولک ولسوالۍ ته تللي وو، وايي چې دمزاشريف _ جوزجان دلويې لارې په اوږدوکې امنيتي پوستې له وسله والو مخالفينو څخه بېرته نيول شوې دي .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وويل چې طالبانو غوښتل دغه لويې لارې نا امنه کړي او ځانونه د هېواد بندرونو او پولو ته ورسوي او تېره اوونۍ له زر کسيز ځواک سره د مزارشريف _ جوزجان د لويې لارې په اوږدوکې د چاربولک ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريد وکړ چې د پوځيانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او هغوى ته د سر دروند زيان واوښت .
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وايي چې د «وليد _ ٣٤ » عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د څو تنو مهمو قوماندانانو په ګډون په لسګونه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نوريې وتښتيدل .
ده زياته کړه چې د مزارشريف _ جوزجان د لوې لارې د امنيت د تامينولو لپاره درې ستر امنيتي مرکزونه او ګزمې رامنځته شوې دي چې نور دښمن د بريد توان و نه لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل