امنیت

دوه تنه د انسان تښتونې په جرم په بندمحکوم شول

کابل باختر د مرغومي اوومه :
د مزارشريف ښاري محکمې په يوه علني محاکمه کې دوه تنه د انسان تښتونې د دوو مواردو په تور په مجازاتو محکوم کړل .
د مزارشريف د ښاري محکمې رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل چې فضل کريم او اسلام الدين د مزارشريف ښار د اوسيدونکي عزت الله د تښتونې په جرم  هر يو په دولس کاله بند محکوم شو.
دغه راز د رفيع الله د تښتونې په جرم هر يو له دغوکسانوڅخه په پنځلس کاله بند محکوم شو .
د مزارشريف ښاري محکمې دوه تنه نور له انسان تښتوونکو سره د همکارۍ  په تور تر قانوني څيړنې لاندې نيولي دي.
ويل کيږي چې د محکمې حکم وروستى نه دى او د هغوى د استيناف غوښتنې حق محفوظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته