سیاست

په ټاکلې وخت د جمهوري رياست د انتخاباتو په ترسره کولو ژمنه

کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د انتخاباتو او د انتخاباتي شکايتونو د خپلواکو کمېسيونونو مسوولان ټينګار کوي چې د انتخاباتو ترسره کول د خلکو غوښتنه او دانتخاباتي کمېسيونونو دنده ده .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د انتخاباتود خپلواک کمېسيون رييسې حوا علم نورستاني نن په يوه ګډه خبري ناسته کې د رڼو اوعادلانه  انتخاباتو د ترسره کولولپاره د انتخاباتو کمېسيونونو په لازياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ او ويې ويل دواړه کمېسيونونه د انتخاباتو ترسره کوونکي دي .
ميرمن علم نورستاني څرګنده کړه، چې خلک دې اندېښنه  نه کوي، انتخابات په ټاکلي وخت کې ترسره کېږي او هغه نيمګړتياوې چې په دې برخه کې موجودې وې لرې شوي دي او دغه بنسټونه درڼو او عادلانه انتخاباتو لپاره ژمن دي.
د نورستانۍ د څرګندونوله مخې، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ژمن دى چې د ١٣٩٨ کال د تلې د مياشتې په شپږمه نيټه راڼه ،عادلانه اوسراسري  انتخابات ترسره کړي او هم يې له ملي او نړيوالو بنسټونو په تېره بيا د جمهوري رياست دانتخاباتو له نوماندانو ، سياسي ګوندونو او مدني ټولنې  څخه  وغوښتل چې د انتخاباتو په ترسره  کولو کې دې له انتخاباتي کمېسيونونو سره همکاري وکړي
په همدې حال کې د انتخاباتو په بهير څارونکي بنسټونه خبر دارى ورکوي که چيرې دانتخاباتو خپلواک کمېسيون د جمهوري رياست دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره په سمه او جدي توګه تيارى ونه نيسي انتخابات به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي .
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي چې د دغو انتخاباتو د ترسره کولو  لپاره چمتووالى لري .
د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د اړتيا وړ بودجه  ١٤٩ مليونه ډالره اټکل شوې چې نوي مليونه دالره يې دافغانستان  دحکومت له خوا او  ٥٩ مليونه ډالره يې دمدني ټولنې له لوري تامينيږي .
  ختم_عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته