کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه :
دوه تنه نور افغاني حاجيانو د بيت الله شريف د حج دمناسکو د اداکولوپه وخت کې په سعودي عربستان کې وفات شول .
دباخترآژانس د استول شوى خبريال فضل واحد کريم په مکه مکرمه کې د افغاني حاجيانو د بعثه د پيښو، بې درکه شويو او وفياتو د کميټې د مسوول قاري عبدالعظيم له خولې خبر راکړچې د پروان ولايت اوسيدونکې بي بي رقيه د خان محمد لور او دبغلان ولايت اوسيدونکى عبدالرزاق د عبدالقادر زوى په دې وروستيو وختوکې په منا اوعرفات کې د بيت الله شريف دحج د مناسکو د اجرا کولوپه وخت کې وفات شول .
دباخترآژانس خبريال زياتوي چې نهه تنه افغاني حاجيان دبيت الله شريف د مراسمو له پيل څخه مخکې په مدينه منوره اومکه مکرمه کې د عمر د زياتوالى، ناروغۍ او د ترافيکي پيښې له امله وفات شوي و چې په دې ډول د هغو افغاني حاجيانو شمېر چې سږکال په سعودي عربستان کې د بيت الله شريف د حج د مناسکو د اجرا کولو په وخت کې وفات شوي دي ، يوولسو تنو ته رسيدلى دى .
1 1 دقیقه لوستل