ټولنه

په کابل کې دسيلاو له امله مصيبت ځپلو کورنيو سره مرسته شوه

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

له پيښوسره دمبارزې دتياري ملي اداري په کابل کې دپرونيو سيلاونو دراوتلو له امله له زيانمنو شويو کورنيو  سره مرسته وکړه .درارسيدلو خبرونو مخې، دکابل ښار په شپږمه او ديارلسمه ناحيو کې داورښت له امله  دسيلاونو دراوتلو په سبب په دى سربيره چې  پنځه  تنه پکې ووژل شول  څه ناڅه  پنځه سوه کورونه يې هم ويجاړ شوي دي.

 له پيښو سره  دمبارزې دملي اداري دخپرونو مسوول رفيع الله   رسول زي دباختر اژانس خبريال ته وويل  ددغې اداري  له خوا هري کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ  نغدي پيسې ورکړي شوي دي.

دغه راز ده وويل دافغاني سري مياشتې ټولنې هري يوې زيانمنې  کورنۍ ته دلسو زرو افغانيو مرسته وکړه او هم يې درې سوه ديرشو کورنيو ته چې کورونه يې په دغو سيلاونو کې زيانمن شوي دکابل ښاروالۍ  او ددغې اداري دوسايطو او کارکوونکو له  خوا پاکيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته