امنیت

دملي اردو پنځه پنځوس تنه سرتيري له مسلکي زده کړې وروسته فارغ شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
دملي اردو ٥٥ تنه سرتيري پرون د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مخابرې له ښوونځي څخه فارغ شول.
فارغانو په تيرو دريو مياشتوکې د مخابرې له هر راز دستګاه څخه د استفادې چې د ملي اردو د جزوتامونو ترمنځ د ارتباطاتو تامينوونکي دي، مسلکي زده کړې کړې دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مخابرې د ښوونځي قوماندان ډګروال شاه علم کريمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: مخابره د جزوتامونو د سوق او ادارې مهمه وسيله ده او له فارغانو څخه يې وغوښتل: هغه څه يې چې په دې روزنيزه دوره کې زده کړې دي؛ له هغوڅخه په عملي توګه په خپلو دندوکې په سمه توګه کار واخلي.
يو شمېر فارغانو د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې په دې روزنيزه دوره کې يې د مخابرې په برخه کې مهمې مسئلې زده کړې دي او اوس کولاى شي له خپلو زده کړو څخه په استفادې سره د محاربې په حالاتوکې د ارتباطاتو په تامينولوکې په اغيزمنه توګه کار واخلي.
د مخابرې د ښوونځي مسوولين وايي چې د دغه ښوونځي د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې٣٠٠٠ تنه افسران او بريد ملان له دغه ښوونځي څخه فارغ شوي او اوس د اردو په قطعاتوکې په خدمت بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته