خبرونهسیاستامنیتTOP

سراج الدين حقاني: رسنۍ بايد د افغانستان د حالاتو ريښتينی انځور نړۍ ته وړاندې کړي

کابل، د لړم ۲۱ مه، باختر
دکورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د بي بي سي د سويلي اسیا څانګې له مشرې جیکي مارټینز سره وکتل.
حقاني په دغه کتنه کې نوموړې ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، چې بي بي سي په نړیواله کچه یوه مهمه رسنۍ ده او مونږ غواړو، چې نړیوالې رسنۍ په پراخه کچه د افغانستان ريښتينی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
نوموړي جيکي مارټينز ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت بې ساري پرمختګونه لري، خو نړیوالې رسنۍ یو شمېر غیرسیاسي او داخلي مسایلو ته سیاسي رنګ ورکوي.
په پای کې آغلې جیکي مارټینز د کورنيو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان ورته اهمیت لري او هڅه به وکړي، چې په افغانستان کې روان وضعيت او پرمختګونو ته خبري پوښښ ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم له ټولو رسنيو او خبرې بنسټو څخه غوښتنه کړې وه، چې په بې پرې او کره ډول د افغانستان واقعي انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا