نړۍ

ابوانس الليبي دمحاکمې لپاره امريکا ته وليږدول شو.

 واشنګتن  نړيوال خبري   باختر دتلې دمياشتې ٢٣
د القاعده د ډلې جګپوړى  غړى ابوانس الليبي چې څه موده مخکې په ليبيا کې دامريکا دعملياتو په بهير کې ونيول شو امريکاته  ليږدول شوى دى چې دمحکمې لپاره نيويارک ته وليږدول شي..
امريکايي مقامات وايي ابوانس الليبي په خپل اصلي نامه نزيه عبدالحامد الرقي دامريکا دسمندري ځواکونو د يوې بيړۍ په واسطه دغه هيواد ته وليږدول شو او دسفر په بهير کې ورڅخه پوښتنې شوي دي .
په الليبي تور لګول شوى دى چې له القاعده سره اړيکې لري او په نوي لسيزه کې دافريقا په ختيځ کې دامريکا په سفارتونو کې په  بم ايښودنوکې لاس لري .
دالليبي دقانوني تعقيب حکم  ديارلس کاله  مخکې په  نيويارک کې  د يوې محکمې له خوا صادر  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته