سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دمارشال محمد قسيم فهيم دفاعي پوهنتون وکوت

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دمارشال محمد قسيم فهيم دفاعي پوهنتون وکوت.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ډاکتر عبدالله عبدالله لومړى  دمارشال محمد قسيم فهيم ددفاعي پوهنتون دقوماندانۍ مرکز وکوت او ددغه مرکز دجوړولو دڅرنګوالي او دمحصلانو دروزنې  دبهير په باب يې معلومات  ترلاسه کړل.
له اجرائيه رييس سره  په دغو مراسمو کې دملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي ، دافغانستان داردو لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي ، په افغانستان کې  دناتو دځواکونو قوماندان جنرال کمبل ، جنرال علومي ، امرالله صالح او داجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي ملګرتيا کوله .
وروسته اجرائيه رييس   دهېواد او دبريتانيا  داردو  دګډ سيمينار دکنفرانسونو تالار ته لاړ .
په دې  غونډه  چې دکلام الله مجيدد څو مبارکو آيتونوپه لوستلو سره پيل شوه دهېواد داردو  لوى درستيز  سترجنرال شيرمحمد کريمي  دلنډو  خبرو په ترڅ کې ددغه مرکز دکړو  وړو په باب څرګندونې وکړې او نتيجې يې دهېواد دامنيتي ځواکونو لپاره مثبتې او ارزښتناکې وبللې .
ورورسته دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  خبرې وکړې او له دغه مرکز سره دهر اړخيز ملاتړ په خاطر يې دناتو دځواکونو  دهمکاريو له امله  چې په نړيوالو معيارونو سره جوړشوى دى  مننه او قدرداني وکړه .
ده دغه راز  په دې بيان سره  چې زه  دغه بنسټ  دهېواد دوياړ سبب بولم ځکه داردو راتلوونکى تضمينوي استادانو او افسرانو ته په خطاب کې وويل :  دهېوادملي اردو  ستر مسووليت په غاړه  لري او هره ورځ   دهېواد دخلکو او دځمکنۍ بشپړتيا  ددفاع په سنګر کې دي اوتاسې  چې ددغو ځواکونو په روزنه کې  اغيزمنه ونډه لرى  ، دهېواد اصلي اتلان ياست .
دهېواد اجرائيه رييس دخپلو خبرو په دوام وويل  :  چې دافغانستان ملي اردو  پرمختللو او  زياتو تجهيزاتو او وسلو  ته اړتيا لري او له نيکه مرغه دافغانستان اوناتو ترمنځ  دامنيتي موافقه ليک په لاسليک سره به دغه همکاري دوام ومومي او دغه ځواکونه  به په خپلو پښو ودريږي .
په همدې حال کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دهېواد دځمکنۍ بشپړتيا اودخلکو په دفاع کې دملي اردو  دکمزورتيا په باب انديښنې  بې بنسټه وبللې او زياته يې کړه چې دملي اردو ځواکونو ټولو ته ثابته کړه چې تر  هر راز شرايطو لاندې دهېواد اوخلکو ددفاع ځواکمني لري .
ده  دهغو همکاريو اوقربانيو له امله دقدر دانۍ په ترڅ کې چې نړيوالې ټولنې اوپه تيره بيا ناتو  دافغانستان دخلکو ترڅنګ  زغملي دي زياته کړه ، چې دنوې  کابينې په جوړيدوسره په هېواد کې يو ستر بدلون رامنځته کيږي او نوى دولت   دهېواد دخپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنې سره او له هيڅ راز معاملې پرته دهېواد دوسله والو ځواکونو پياوړتيا ته دوام ورکوي  او زموږ له ګاونډيانوسره اړيکې  دمتقابل درناوي پربنسټ پراختيا مومي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دغه رازيوځل بيا دهېواد امنيتي ځواکونه په تيره بيا دافغانستان  دملي اردو ځواکونه دافغانستان دخلکو  سترګې  او دسر تاج وبلل  او هغوى يې  دهغو دښمنانو دسترګو اغزي وبلل چې تل  دافغانستان په خلکو دګوزار  کولو په لټه کې دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رييس دخبرو وروستى برخه دا وه  چې   دافغانستان ددولت  سياسي  مشران  او دملي  وحدت  مشران به  په خپل ټول توان سره دهېواد  دامنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي اوپه دې لاره کې به له هيڅ راز هلوځلوڅخه   ډډه ونه کړي .
ده  دملي وحدت ټينګښت اودسالمې ادارې جوړول  دافغانستان دوسله وال پوځ دملاتړ لپاره  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست اوداجرائيه رياست کاري لومړيتوبونه وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته