امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو په ډله کې دغړيتوب په اړوند د يوه سړي نيول کېدل

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
په ننګرهار کې دطالبانو په ډله کې دغړيتوب په اړوند يوسړى  ونيول شو
دغه سړى نن  غرمه له نهه  څلويښتو زرو سعودي ريالو او له اووه سوه زره پاکستاني کلدارو  سره دملي اردو دسرتيرو  له لوري دشيرزادولسوالۍ  بازارته څېرمه  ونيول شو .
دهېواد په ختيځ کې سېلاب قول اردو باختراژانس ته ديوې  خبرپانې په لېږلو سره ويلي دي چې نيول شوي سړى په لومړنيو څيېړنو کې دطالبانو په ډله کې په غړيتوب اعتراف کړى دى .
  ختم_ عطاالله_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته