
کابل، د وږي ۲۱ مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د هېواد دوه روغتونونو ته یې ۴۸ تنه هغه ماشومان ورپېژندلي دي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي.
د مسوولینو په خبره د دغه شمېر ماشومانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي.
دوی زیاتوي چې اوس مهال شاوخوا ۱۲ زره نور ماشومان چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، له دوی سره ثبت او عملیاتو ته انتظار کوي.
دغه ټولنه زیاتوي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې ۱۷۷۱ دغه ډول ناروغان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي، چې له ډلې یې ۱۵۰۰ روغ شوي او پاتې نور یې لا هم تر درملنې لاندې دي