
کابل، د وري ٢٣مه، باختر
د سرپل او بلخ د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې ښوونځیو ته د درسی کتابونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني باختر آژانس ته وویل، چې دغه کتابونه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ پر ١٨٦ زره زده کوونکو وېشل کېږي، چې راتلونکې اوونۍ به ٢٠ زره ٣٦٦ ټوکه نور کتابونه هم د یادې موسسې له لوري پوهنې ریاست ته وسپارل شي.
رحماني زیاته کړه، چې د دغو کتابونو په وېش سره په یاد ولایت کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ٧٠ سلنه حل شوې او هڅه کوي چې پاتې ٣٠ سلنه ستونزه هم ژر حل کړي.
ورته مهال د بلخ د پوهنې رییس عبدالجلیل شهید خېل باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې ښوونځیو ته څه باندې ٢ میلیونو ټوکو درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
شهیدخېل زیاته کړه، چې دغه کتابونه د یونیسف موسسې له لوري وېشل کېږي، چې ورسره به دغه ولایت کې د کتابونو د کمښت ستونزه تر یوه حده حل شي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې په سلګونه زره ټوکه درسي کتابونه ښوونځیو ته وېشل شوي وو
لمر