
کابل، د وري ۲۴مه، باختر
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري په یاد ولایت کې د روژي مبارکي میاشتې په مناسبت د قرآن عظیم الشان درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د یاد نندارتون د پرانیستلو پرمهال د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتی عمیر سرپلي وویل، چې د دې نندارتون موخه د قرآن عظیم شان لوستلو ته د ځوانانو هڅول، د قرآنکریم د لوستلو عامول او په صحیح ډول د قرآنکریم زده کول دي.
سرپلي زیاته کړه، چې ورته نندارتونونو جوړول د ځوانانو د علمي او دیني وړتیا لوړولو په برخه کې اغېزمن تمامېږي او اړتیا ته په کتو باید ځوانان خپلې هڅې وکړي چې قرآنکریم په ښه ډول زده او تلاوت کړي.
د سرپل د محتسیبینو آمر او هغه اوسېدونکي چې په دې نندارتون کې یې برخه اخیستې وايي، چې د نړۍ د ټولو پرمختګونو او نوښتونو په اړه په قرآن کریم کې یادونه شوې خو چې په ښه توګه ولوستل شي.
ګدونوال د دغه نندارتونونو ترسره کېدل د اسلام د رښتیني مفهوم د درکولو لپاره ګته ور په ګوته کوي او د دوام غوښته یې کوي.
د یادونې وړ ده، چی یاد نندارتون کي د ۳۵۰ کاله مخکې په لاس لیکل شوی د قرانکریم نسخې هم ننداری وړاندې شوې دي.
لمر