امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
شپږ تنه وسله وال مخالفين پرون په تخار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
دتخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سمونيار عبدالخليل باختر آژانس ته وويل: دغه کسان پخوا د استاق ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دولت پرخلاف،په وسله والوفعاليتونو بوخت و.
خبرځاى زياته کړه چې دغو کسانو پرون دتخار ولايت د امنيه قوماندان خير محمد تيمور،د سولې دشورا رييس او ددغه ولايت د امنيت د رييس په وړاندې خپلې وسلې امنيتي ارګانونو ته وسپارلې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته