ټولنه

د مېوو په بڼونو دآفتونو د خپريدو د مخنيوي لپاره هلې ځلې

ننګرهار باختر دغويي دمياشتې ١٥ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د مېوو پربڼونو دنباتي آفتونو دخپريدو دمخنيوي لپاره  هلې ځلې دوام لري.
بڼوالو له هغو کيمياوي موادو څخه  چې  له دولت څخه يې ترلاسه  کړي دي  په دې بريالي شوي دي چې پر مټ يې زيات بڼونه  له دغه آفت څخه وژغوري.
د هېواد د کرنې وزارت د ننګرهار ولايت  په بڼوالو دنباتي آفتونو د له منځه وړلو دکيمياوي توکو په  ويشلوسره هلې ځلې کړي دي چې په دغه ولايت کې  د مېوو بڼونو ته دزيان د رسېدو مخه ونيسي.
د دغو هلوځلو دتحقق لپاره دکرنې وزارت  تېره  مياشت د ننګرهار ولايت  په  ٢٠٠٠ بڼوالو کيمياوي توکي وويشل .
د ننګرهار  ولايت دکرنې د رياست يوه تن  چارواکي باخترآژانس ته وويل  چې؛ په بڼوالو دکيمياوي توکو په ويشلو تريوې اندازې پورې  د دغه ولايت  په بڼونو کې   د آفت د زيات خپريدو مخه نيولې ده.
د ننګرهار ولايت يو بڼوال ضياالحق  وايي چې؛  د دولت له خوا د وېشل شويو  کيمياوي توکو څخه په استفادې سره بريالى شوى دى چې خپل بڼونه له نباتي آفتونو څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې د غنمو په کروندو د ملخانو د خپرېدو له امله بزګرانو ته  زيات زيان اوښتى دى. پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته