
کابل، د وري ۲۳مه، باختر
د سرپل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۸ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرپل ښاروالۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه سړک د ۵۰۰ مترو په اوږدالي جوړ شوی، چې پرمټ یې د تګ راتګ پر وړاندې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
ورته مهال د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي او دوکاندارانو د یادې ښاروالۍ کارونه ستايي او دې ته د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.
د مسوولینو په وینا، دغه سړک د ښاروالۍ له بودجې څخه رغول شوی دی.
لمر