ورزش

دکابل دختيځ زون دبدن دغړو پالنې دمنتخب ټيم غړي مشخص شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
دکابل د ختيځ زون دبدن دغړو د پالنې انتخاباتي سيالۍ نن ديو سلو اتو غوره څيرو په پيژندنې سره پاى ته ورسيدې .
دبدن دغړو د پالنې فدراسيون رييس او د اولمپيک دملي کميټې مرستيال باور هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې دکابل دختيځ له دوه څلويښتو کلپونو څخه څلور سوه پنځه ويشتو تنو ورزشکارانو دبدني روزنې او سپورت دلوى رياست په مقر کې دوه ورځې سيالۍ وکړه چې په پاى کې يوسلو اته غوره څيرې دکابل دختيځ زون منتخب ټيم ته وپيژندل شول .
دهوتک دڅرګندونو له مخې :ټاکل شوې ده دکابل دلويديځ زون دبدن دغړو د پالنې سيالۍ په راتلوونکي اوونۍ کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته