خبرونهاقتصادTOP

سرچینې کابل ته د نویو چاپ شویو افغاني بانکنوټونو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړ

کابل، د لړم ١٨ مه، باختر

د افغانستان بانک سرچينې وايي، چې د افغاني بانکنوټونو د لېږد لومړۍ الوتکه نن د کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.

د دغه بانک يوې سرچينې باختر آژانس ته تاييد کړه چې د نويو چاپ شويو افغانيو بانکنوټونو لومړۍ جوپه نن کابل ته راورسېده، خو نوموړي د د دغو بانکنوټونو د دقيقې اندازې په اړه څه ونه ويل.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک اعلام کړی و چې مندرس بانکنوټونه به په سيستماتيک او د موجود طرزالعمل له مخې د هېواد له بازارونو څخه په منظم ډول راټولېږي.

په همدې حال کې د هېواد اوسیدونکي د مندرسو”افغاني” بانکنوټونو په اړه شکایت کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې په هېواد کې د مندرسو بانکنوټونو د راټولولو او د چاپ شویو بانکنوټونو د لېږد بهیر پیل کړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا