روغتیا

په پکتیا کی د ګوزڼ ضد واکسینو څلور ورځنی کمپاین پیل شو

ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۳ مه
په پکتيا ولايت کې به د ګوزڼ ضد د واکسين په څلور ورځني کمپاين کې څه د پاسه ۱۵۰ زره هغو ماشومانو ته تطبیق شي چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي.
د پکتيا د عامې روغتيا سرپرست شېر محمد نقشبندي باختر اژانس ته وویل چې په دغه څلور ورځني کمپاين کې به د مرکز ګرديز ښار په ګډون د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې په ۱۸۵ زره ۶۹۱ ماشومانو تطبيق شي.
په ورته وخت کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د ګوزڼ ناروغي يوه ناعلاجه ناروغي وبلله.
ده له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو سيموکې د کمپاین له کار کوونکو سره همکاري وکړي، څو مو ماشومان د تل لپاره د دغې خطرناکې ناروغې څخه خلاص شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته