امنیت

دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دوام لري

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د پاکستاني پوځيانو له خوا ٣٢ توغول شوي توغندي د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ لګيدلي دي .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه توغندي د تيرې شپې له نيمايي څخه تراوسه پورې د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي چې د سر زيان يې نه دى اړولى، خو زيات مالي تاوانونه يې اړولي دي.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: له يوې مياشتې راپه دې خوا يو ١٢٠٠ توغندي دکونړ ولايت د شيګل او دانګام په ولسواليو لګيدلي دي چې د سر زيان او مالي تاوان يې اړولى دى.
د سيدخيل د څرګندونو له مخې: په سلګونو کورنۍ چې په دغو سيموکې يې ژوند کاوه؛ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې او امنو سيموته مهاجرې شوې دي.
هغه کورنۍ چې له خپلوکورونوڅخه وتلو ته اړې شوې دي؛ له دولت څخه يې د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو د بندولو او د کورونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته