کابل باختر دوري ديرشمه :
په ننګرهار ولايت د پاکستان د قونسلګرۍ اووه تنه کمېشن کاران ونيول شول
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويل: اووه تنه کميشن کاران چې په ننګرهار ولايت کې د پاکستان د قونسلګرۍ په وړاندې جعل کاري کوله؛ ونيول شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: دغوکسانو د ويزې په نامه په غير قانوني ډول زموږ له هېوادوالو څخه پيسې اخستې.
بايد وويل شي چې له دغوکسانوڅخه جعلي سندونه، مهر، ټاپه او دوه کمپيوټرونه ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ