کابل / باختر/ د وږي ٤مه
په لغمان کې په يوې پوځي قرارګاه د راکټي بريد مخه ونيول شوه.
د هېواد هوايي پوځ نن سهار په دوو وسله والو طالبانو چې غوښتل يې دغه بريد ترسره کړي، ډزې وکړې .
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په هوايي بريد کې يو يرغلګر ووژل شو او يو بل ټپى شو .
هغه وويل، په موټرسايکل سپرو يرغلګرو د قرغيو په ولسوالۍ کې په يوې پوځي قرارګاه د بريد لپاره توغندى له ځان سره درلود چې بريد پرې وشو .
په بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ