
کابل باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
په غزني ولايت کې سلو تنو نجونو اوهلکانو پرون دفني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول .
دباختر اژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه ځوانان دغزني ولايت دکار او تولنيزو چارو رياست دفني او حرفوي زده کړو په مرکز کې په پنځو څانګو کې زده کړې کړي دي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دغزني ولايت دمرستيال عارف واحدي او دنورو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه په فارغانو تصديق ليکونه او کاري وسايل وويشل شول .
دغزني دوالي مرستيال دوزګارتيا دکچې په کمښت کې د حرفوي زده کړو دپروګرامونو ترسره کول ګټور وبلل او له همکارو موسسو څخه داوږدمهالو مرستو غوښتنه وکړه .
ختم_ ج _ اکرم