امنیت

په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې دپوليسو برياليتوبونه

– کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

درې تنه وسله وال مخالفين  دملي پوليسو له خوا ووژل شول  يو تن يې ټپي  اويوولس تنه نور يي ونيول شول.

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

په تيرو ٢٤ ساعتو کې  ملي پوليسو  ،ملي اردو، ملي امنيت او دايتلاف دځواکونو په گډو هلوځلو سره دهلمند ،ارزګان  اوفراه دولايتونو په مربوطاتو کې اته عمليات ترسره کړل  چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول يو تن ټپي  اويوولس تنه نوريي ونيول شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپکې اودرندې وسلې  چې پنځه کلاشينکوفونه   ، دوه پيکا  ، يوه تومانچه   ديرش ماينونه   ، درې مخابري ، اووه سوه نهه پنځوس کېلوګرامه نشه يي توکې ، يوسلو اته اتيا کېلوګرامه سوديم کلورايد ،  د درندووسلو اووه ويشت ګولۍ ، دسپکو وسلو څلورسوه شپږ شپيته ګولۍ  او درې موټرونه پکې دي  هم دملي پوليسو دځواکونو  لاسته ورغلي دي.

ديادونې وړ ده  چې ملي پوليسو پرون شپږ  ،پنځه  کېلويي بوشکې چاوديدونکې توکې  ، پنځه ماينونه ، دبي ام  توغندي يو ماين او يو توغندي ويشتوونکې  چې دوسله والو مخالفينو له  خوا دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په خاطر دکندهار ، لوګر ، خوست او هرات دولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي و کشف اوشنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته