سیاست

د فرضي حج کميټى غونډه و کړه

کابلباختردغويي١٠ مــــــــــــه

دفرضي حج د تنظيم د کميټى غونډه نن د جمهور رئيس د مرستيال او د دغې کميټې  درئيس محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه

دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر  باختر اژانس ته خبر ورکړ :

په دې غونډه کې لومړي دحج او او قافو وزير په روان کال کې د حاجيانو دنو مو نو دثبتولو د طرزالعمل په باب خبري و کړې او څرګنده يي کړه چې په دى طرزالعمل کى هڅه شوي ده د نو مو نو دثبتولو او ساده کولو په بهير کې دشفافيت درامنځته کولو په ترڅ کې د حج دزيارت کوونکو د وخت دضايع کيد و مخه هم ونيول شي

ورپسي د کميټې غړو په دى اړوند  يو لړ پيشنهاد ونه او نظريې وراندې کړې اود هغې دمثبت څيړلو په ترڅ کى دحاجيا نو د  نو مو نو په ثبتولوکې   دزياتو اسا نتيا و درامنځته کول  لپاره په پرنسيپ کى    دغه طرزالعمل تاييد شو  او دحج او او قافو وزارت يي مکلف کړ چى ددغو وړا نديزو نو دځينو مواد و په اړوند دغړو نظريي په پام کې ونيسې

 دغه را ز کميټې دحج او اوقافو وزارت ته دنده وسپارله چى د ماليې وزارت سره په تفاهم کى دحاجيا نو دپيسو دداخلى دبانک په باب تصميم ونيسې

 دغونډي په بله برخه کى د ترانسپورت او هوا يي چلند وزارت او دسودا ګرۍ خو نې د حاجيا نو د ټکټ د تما مي شوي بيې په باب خپل رپوټ کميټې ته وړا ندې کړل ، کميټې درپوټ له اوريدو وروسته يو ځل بيا دموضوع ارزښت ته په پا ملرني سره د ماليې وزارت ، دسودا ګرۍ د خونو ، داريانا، کام اير او صافى د هوايي شرکتو نو د استا زو په ګډون د ترانسپورت او ملکى هوا يي چلند وزارت موظف کړ چې دحاجيا نو دليږد ونې د  تمامى شوي بيې په باب خپل نظر کميټې ته وړا ندى کړي

په دې غونډه کې د جمهور رئيس مرستيال اودد دغى کميټې رئيس محمد کريم خليلي دحج په تولو پړا و نو کې پرشفافيت باندي دټينګار په ترڅ کى څرګنده کړه چى د  تيرو کلو نو تجربو ته په پا ملرني سره په روان کال  کې  بايددحج بهير په زيات مطلوبيت سره تر سره شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته