امنیت

پوليس په دايکنډي کې د روږدوکسانو د زياتوالي له امله انديښنه لري

نيلي باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د دايکنډي پوليسو د خلکو د امنيت په ښه تامينولو او په نشه يي توکو د ځوانانو د روږديتوب د مخنيوي په لارو چارو ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دايکنډي ولايت امنيه قوماندان جنرال سيد باقر مرتضوي په يوه خبري غونډه کې په دغه ولايت کې دښه امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل: اوس د دايکنډي په کچه  امنيت تامين دى، خو جدي ستونزه نشه يي توکو ته د دغه ولايت د ځوانانو مخه کول دي.
ده زياته کړه چې دغه ستونزه دانديښنې وړ ده او بايد ټول لاسونه سره يو کړو چې د دغې کرغيړنې پديدې چې دطالبانو او داعش له ډلو څخه خطرناکه ده؛ مخه ونيسو.
باقر زياته کړه: اوس د دغه ولايت په مرکز نيلي ښارکې د روږدو کسانو د درملنې شل بستريز روغتون شته چې په نشه يي توکو روږدو کسانو لپاره بسنه نه کوي.
ده دغه راز د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته خبردارى ورکړ او ويې ويل: موږ هوډمن يو چې د خلکو او د ملي پوليسو په همکارۍ قاچاق وړونکي ونيسو او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپارو.
باقر زياته کړه: څه موده مخکې پوليسو يوه ښځه چې نشه يي توکو يې پلورل د مهر آمور له ولسوالۍ څخه ونيوله.
په پاى کې امنيه قوماندان د خلکو او د وګړنيو پوليسو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه انديښنې په داسې حال کې بيانيږي چې د ډايکنډي ولايت په مهرآمور او ګيتي ولسواليوکې نشه يي توکو ته د ځوانانو مخه کول زيات شوي دي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته