ښوونه او روزنه

سلګونوزده کوونکوته په میدان وردګوکې مناسبه درسي فضا برابره شوه

کابل / د زمري ۱۷ / باختر
د یوې ښوونخي د نوې تاسیساتو په جوړېدوسره په میدان وردګوکې سلګونوزده کوونکوته د لومړی ځل لپاره مناسبه درسي فضا برابره شوه.
دغه تاسیسات په یو پوړ کې د ۶ میلیونو ۳۰۰ زره افغانیوپه لګښت د جلريزولسوالۍ په اسماعیل خیلوکلي کې د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام په چوکاټ کې جوړشوى دى.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه تاسیساتو په جوړېدوسره څه د پاسه زرو زده کوونکو ته د لومړي ځل لپاره مناسبه درسي فضا برابره شوه.
زده کوونکو د درسي ټولګیو په جوړېدوسره وايي چې کلونه کلونه ترخیمو او په پرانیستې فضا کې زده کړې کړې دي او له دې وروسته کولای شي په راحتی سره خپلوزده کړو ته دوام ورکړي.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا