خبرونهاقتصادټولنهTOP

په کندز کې د څه باندې ۳۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو کار بشپړ شو

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

په کندز ولايت کې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د علي‌آباد – خان‌آباد عمومي سړک د پخولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندز – تخار لویې لارې ته څېرمه د علي‌آباد – خان‌آباد عمومي سړک چې ۲.۵ کیلو متره یې په اساسي ډول قیر او پاتې ۲۳ کیلو متره یې بیا ورغول شو چې د ټولګټو چارو وزارت د ۳۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه سړک د ګټې اخیستنې مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزي وویل چې اوسمهال د دې وخت رارسېدلی چې لاسونه سره یو کړو او کوم امانت چې راته سپارل شوی هغه په ښه توګه سره پوره کړو.
نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې د افغانستان ټول ولس ددې شاهد دی چې په مختلفو ولایتونو کې په هره برخه کې مختلفې پروژې تر کار لاندې دي او په‌دې برخه باید شپه او ورځ کوټلي ګامونه اوچت شي، ترڅو یو سمسور، آباد او سرلوړی هیواد ولرو.
په کندز کې دغه پروژه په ‌داسې حال کې بشپړېږي چې په روان کال کې د ټولګټو چارو ریاست لخوا په دغه ولایت کې تراوسه پورې ۶ پراختیايي پروژې د ۵۲ میلیونو۱۳۶ زره ۲۶۰ په لګښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته