خبرونهټولنه

سلګونو کورنیو په بادغیس کې مرستې ترلاسه کړې

کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر
د اکتید موسسې له خوا د بادغیس په دریو ولسوالیو کې پر۵۱۲ کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.
د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي باریداد صابر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کورنۍ مخکې په مقر، جوند او دره بوم ولسوالیو کې له پېښو سره د مبارزې ریاست او د کډوالو آمریت په همغږۍ د اکتید موسسې له لوري سروې شوې وې.
هغه وویل پرهرې کورنۍ ۲۴ زره ۶ سوه افغانۍ ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې، په نیمروز کې د WFP او اوچا موسسې د دغه ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ سره پر څه د پاسه ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې. ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا