اقتصاد

دکور جوړولو دقصبې دواټ دبيارغونې کار په سلو کې اړتيا بشپړ شوى دى.

کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٤
دکور جوړولو دقصبې دښارګوتې اوسيدونکي دهغه واټ د پراختيا او بيارغونې دکار له امله چې دخيرخانې دپنځه سوه فاميلو څلور لارې که دغه ښارګوتې سره نښلوي، خوښي څرګنده کړه.
دغه واټ چې دڅرخي پله له سړک سره هم  نښلول کيږي  ډير خراب او ويجاړ شوى
و او ددغه ښارګوتې اوسيدونکي له دې پلوه له زياتو ستونزو سره مخامخ شوى و .
د دغه ښارګوتې اوسيدونکى علي احمد باختر آژانس ته وويل :  دغه واټ چې له څو کلونو راپه  دې خوا ويجاړ شوى و د دغه ښارګوتې اوسيدونکو ته يې زياتې ستونزې رامنځته کړى وې  او اوس د دغه واټ د پراختيا او بيارغونې کار په سلو کې اتيا بشپړ شوى دى  چې  ددغه ښارګوټې داوسيدونکو دخوښي سبب شوى دى.
ددغه ښارګوتې يو بل اوسيدونکي کامل احمد هم د دغه واټ دکار دپرمختګ او ګړنديتوب له امله خوښى څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته