نړۍ

دپاکستان دسولې دکميټې جګپوړى غړى دخيبر پښتونخوا په ايالت کې ترور شو .

اسلام اباد  باختر د ثور دولسمه :
  دپاکستان ددولت دسولې دکميټې  يوجګپوړى غړى او ملاتړى دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ديوې ډلې ناپيژندل شويو يرغلګرو په تروريستي بريدکې ترور شو .
پاکستاني رسنيو ددغه هيواد ددولتي سرچينو له خولې خبرورکړ په ملک قادر خان چې دوزيرستان دسيمې درييس په توګه پيژندل کيده نن دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې مرکز ميرامشاه ښار ته څيرمه دوسله والو يرغلګرو له خوا بريد وشو اوله دوه تنو ملګرو سره يې ځاى پرځاى  ووژل شو .
دغه بريد دملک قادر خان دسپرلۍ په موټر شوى دى او ده له خپلو دوو تنو ساتوونکو سره په هماغه شيبه کې ساه ورکړه .
ملک قادر خان په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې دپاکستان ددولت او امنيتي ځواکونو او دپاکستان دپوځي مليشو ترمنځ د سولې دموافقه ليک يو لاسليک کوونکي و .
  تراوسه پورې ددغه تروريستي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو پاکستاني مقامات تل ددغه شان بريدونو پړه په افراطي  ډلو پورې داړوندو پوځي مليشو په غاړه اچوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته