اقتصاد

د آمو دريا په نفتي بلاکونوکې د نږدې شپږ سوه مليونو ډالرو پانګه اچول کيږي

کابل باختر د تلي  لسمه
  دآمو دريا په نفتي  بلاکونو کې دچين د پطروليم  دملي کمپني  له خوا دنږدې شپږ سوه مليونو ډالرو پانګه اچول کيږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دکانونو وزير وحيد الله شهراني دآمو دريا دحوزي اودهغې له نفتي  زيرمو څخه  دګتې اخستنې  په اړوند وويل: د آمو دريا دحوزي دقرارداد دديارلسو کمپنيو له جملې  څخه  ،  د پنځو  کمپنيو ترمنځ چې په ملي او نړيوالو معيارونو برابرې دي داوطلبي  ته وړاندى شو چې ددوى تر منځ دچين دپطروليم  ملي کمپني  بريالې شوه .
ده زياته کړه چې دآمو دريا په حوزه کې به له څلور  سوه څخه تر  شپږ سوه  مليونو  ډالرو پورې پانګه واچول شي . چې  زياته برخه به يې  د راسپړلواو راايستلو په برخه کې ولګول شي او په ټوليزه  توګه هغه تيل چې په افغانستان کې لګيږي .  په کال کې ارزښت يې  درې نيمو ملياردو ډالرو ته رسيږي او په هيواد کې  دتيلو ډير ستر وارداتي  اقلام دي چې افغانستان په دې صورت کې دانرژي مسووليت پيداکوي او له بهر څخه دتيلو په واردولو ډډې  لګول کمښت مومي .
ده له  پطروليم  کمپني سره په قرارداد کې دافغانستان دوندې  په باب وويل چې له را ايستل  شويو تيلو څخه  په سلوکې پنځلس  يې په لومړي پړاوکې دافغانستان په لورې پورې  اړه پيداکوي او دتيلو دراسپړلو او را ايستلو دلګښتونو له محاسبي وروسته په سلو کې اويا يې دافغانستان په دولت پورې اړه پيداکوي او په سلو کې پاتې ديرش دپطروليم شرکت ونډه ده .
  او وروسته  دشرکت په سلوکې له همدغو ديرشو څخه په سلو کې شل ماليه اخستل کيږي چې په دې صورت له هرو سلو ډالرو څخه يو شپيته نيم ډالره يې په افغانستان  پورې اړه پيداکوي او په دوو کلونوکې  دتيلو دچاڼولو دستګاه چې هم  وخت نيسي او هم زيات لګښت غواړي  ، دهيواد په دننه کې جوړيږي .
  شهراني زياته کړه چې دآمو دريا دحوزي دتيلو زيرمې دنړۍ  دنورو تيل لرونکو هيوادونو په پرتله بيخي  کمې دي او په کانونوکې دپانګي اچونې مينه وال چې کومې زيرمې لري له پانګي اچونې سره علاقمندي نه لري .
دکانونو وزير زياته کړه  چې د ډبرو سکرو ډير ستر کانونه دسمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې شته چې دباميانو ولايت د حاجى ګک اوسپنې دکان چانولو لپاره ستراتيژيکي زيرمه ده او اوس چې ددغه کان په شاوخوا کې څه دپاڅه دوه سوه په خپل سراو غيرقانونى سمڅې جوړې شوي دي کرار کرار تړل کيږي او دباميانو ولايت په هغو سيموکې چې نږدې دوه سوه په خپل سر دراايستلو سمڅې جوړې شوې دي تړلي شوي دي.
شهرانى زياته کړه: تير کال د ډبرو سکرو دصادراتو له پلوه دوه څلويښت ميلونه ډالره ترلاسه کړي وو او دافغانستان په سلو کې نوى قيمتى ډبرې دبدخشان ،پنجشير ،کونړ او دنورستان په ولايتونو او جلګدلک کې دي چې له دې پلوه په کال کې درې سوه زره ډالره ترلاسه کيږي په داسې حال کې چې هغه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې چې د پاکستان بازارونو ته قاچاق کيږي په کال دغه هيواد ته د درې سوه پنځوسوميلونو ډالرو عايد ترلاسه کيږي.
چې دقانون دطرحې په تصويب سره چې په دې اړوند دحکومت له خوا ملي شوراته ليږل کيږي چې تر زياتې اندازې پورې به دقاچاقو مخه ونيول شي ده په دې برخه کې مهم دليل ددغو ولايتونو په ځينو برخو کې دامنيت نشتوالى او په اوسنى قانون کې محدوديتونه او په دغو ولايتونو کې دکانونو وزارت نه شتون وباله .
وحيدالله شهرانى دبدخشان دلاجوردو دکان په باب وويل چې دغه کان نړيوالې داوطلبى ته وړاندى شوى دى اوګټوونکى يې هم تثبيت شوي دي او په قرا دادباندې يې کارروان دى. دغه راز ده زياته کړه چې دتوکيو په کنفرانس کې دافغانستان دکانونو دلومړيتوبونو دټاکنې په باب او ږدې خبرې وشوې چې په ٢٠١٦ ميلادى کال کې به دکانونو له پلوه زموږ عوايد يونيم مليارده ډالره وى چې دهيواد په ملي اقتصاد کې دکانونو ټوله ونډه شپږ مليارده ډالره ده او په همدې کال کې له دې پلوه يو سلو پنځه اويا زروتنو ته دکارزمينه برابريږي او په ٢٠٢٤ کال کې به دکانونو له پلوه د دولت عوايد  څلورو مليارد ډالرو ته ورسيږي چې په ملي اقتصاد کې دکانونو ونډه به له اتلسو څخه تر شلو ملياردو ډالرو پورې وى چې دهيواد په سلو پنځه څلويښت اقتصاد دجوروى او په افغانستان کې به پنځه سوه زرو تنو ته دکار زمينه برابره شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته