
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې سل تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته څلويښت تنه نور ټپيان شوي دي .
دپکتيا دوالي وياند محمد کريم اتل دباختراژانس خبريال ته وويل :هغه چاڼيز عمليات چې دجاني خيلو ، ډنډ پتان او څمکنيو ولسواليو کې ترسره شول سل تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته څلويښت تنه نور ټپيان شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: ددغو عملياتوپه بهير کې يو ملکي وګړى اوشپاړلس تنه پوليسان شهيدان او نهه ملکي او شپږ پوليسان ټپيان شوي دي .
دغه راز دطالبانو يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او ليږدونکي وسايط دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي او د وسله والو طالبانو مړي هم دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
دا په داسې حال کې ده چې په پکتيا کې دوسله والو طالبانو تحرکاتو په تيره بيا په جاني خيلو ولسوالۍ کې زيات شوي دي .
ويل کيږي دغه پوځي عمليات دوسله والو له شتون څخه ددغو ولسواليو تر پاکولو پورې دوام لري .